د څوارلسمې ناحیې مسئولانو د پغمان په بازار کې د ښاري نظم له څرنګوالي څارنه وکړه، چې په پایله کې یې پلې لارې لارې،ګلدانونه او زرغونې سیمې له خنډونو پاکې شوې. هټیوالو او د رسټورانتونو فعالیت کوونکو ته خبر ورکړل شو، څو د ښاري اصولو او قوانینو په پلي کیدو او له عامه ښاري تاسیساتو په سمه ګټه اخیستنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کنه ورسره به جدي قانوني چلند وشي.
په پغمان بازار کې ښاري نظم وڅارل شو!
7 اسد 1400