الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پوهنې شهیدانو سړک د دویم پړاو قیر چارې پیل شوې!

9 اسد 1400

له کمپنۍ د برچي پر لور د پوهنې شهیدانو نښلونکي سړک دویم پړاو د قیر چارې په تیزۍ سره روانې دي. نن د یاد سړک د قیر دویم پړاو چارې پیل شوې او ټاکل شوې ده ترڅو راتلونکو میاشتو د یاد سړک د ساختمان چارې ګټې اخیستنې ته وړاندې شي،خو تر استملاک لاندې د یاد سړک پر مسیر د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو پراخوالي د یو ملکیت شتون دسړک پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی. یو شمیر افراد او شخاص چې په بیلابیلو بهانو د یادې ټولګټې پروژې پر وړاندې خنډ ګرځیدلي دي،تر قانوني څیړنې لاندې نیول کیږي. یاد سړک د ۲.۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو پراخوالي په بنسټیزه توګه د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون جوړیږي. د دې سړک په جوړیدو سره به د برچي سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي او اړوند سیمې به یو له بل سره ونښلول شي. هیله کیږي،څو د یاد سړک پر مسیر ښاریان د یادې لویې پروژې په پلي کیدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي،څو هرڅه ژر یې چارې بشپړې شي او ورسره اقتصادي ودې او ښاري پراختیا ته زمینه برابره شي.