د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ۲۲ مه ناحیه کې د تیږو فرش پروژو چارې پیل شوې!

9 اسد 1400

د ۲۲ مې ناحیې اړوند د دویم بلاک په اول،دویم او دریم ګذر کې د تیږو فرش پروژو چارې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري د ۷۶۱۹ مترو په ټولیز اوږدوالي د اوبو لښتو او پلو لاررو په ګدون پیل شوې. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل چې،لرې پرتې ناحیې د دوی د پلانونو او پروګرامونو په سر کې قرار لري، څو محروم ښاریان هم له ښاري او غوره چاپیریالي اسانتیاو برخمن شي. ښاغلي سلطانزوی وویل چې په ۲۲ مه ناحیه کې به د پلانونو او سنجول شویو پروګرامونو له مخې پراختیايي پروژې پلې شي او له بې پلانه پرمختګ څخه د مخنیوي او له غصب څخه د سیمو د ژغورلو په برخه کې ډیر شمیر پروګرامونه تر لاس لاندې دي. کابل ښاروال مسئولانو ته لاښونه وکړه څو په ۲۲ ناحیه کې نورې ټولګټې او زیربنايي پروژې هم پلان، طراحي او پلې کړي. نوموړي زیاته کړه چې،سړکونه د ښارنو اصلي سوداګریز رګونه دي او په لومړي قدم کې کابل ښاروالي د یادې ناحیې په لمنځه وړل بیلابیلو برخو کې اصلي او فرعي سړکونه رغوي،څو غوره ښاري پرمختګ او اسانتیاو ته زمینه برابره شي. کابل ښاروال د سیمې له اوسیدونکو او د ګذر وکیلانو وغوښتل څو د ټولګټو پروژو په ساتنه کې چې په اصل کې دوی دي څارنه او ساتنه وکړي. یادې پروژې د ۲۸۵ ملیونه افغانیو په ارزښت برابرې پراختیا ته په کتو د تیږو فرش په توګه پلي کیږي، چې د لوړ مقاومت سربیره د ځمکې د سطحي اوبو په برخه کې هم ګټورې دي. په وروستیو کې د یادو پروژو پر وړاندې خنډونه شوي دي او عمراني او ټولګټو پروژو ته بشپړه زمینه برابره شوې ده، او د پاتې خنډونو په برخه کې به هم ډیر ژر اقدام وشي.