د کابل ښاروالۍ مسئولانو او د سیمې اوسیدونکو د یوالي او صمیمیت په فضا کې د پغمان په تاق ظفر کې د ملي بیرغ له ورځې نمانځنه وکړه او پر ملي یوالي او یو بل منلو یې ټینګار وکړ. د څوارلسمې ناحیې مسئولانو،د پغمان ولسوال، امنیه قوماندان،د پغمان د ځوانانو او ښځو شورا استازو، لوبغاړو او نورو مشرانو په یاد پروګرام کې برخه اخیستې وه. د کابل پغمان په سیمه کې تاق ظفر یو هغه یاددښت دی چې له انګریزانو څخه د افغانستان د آزادۍ اتلانو له ځان څخه پرې ایښی دی.
د پغمان په تاق ظفر کې ملي بیرغ ته د درناوی وشو او د ملي بیرغ ورځ ونمانځل شوه!
10 اسد 1400