د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ بالا تفریحي سیمې د زرغونتیا په موخه هڅې او پاکارۍ روانې دي!

10 اسد 1400

د کابل ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا ریاست له لوري د یوه ټولیز کار په پایله کې د باغ بالا تفریحی سیمه پاکه شوه. په وروستیو کې د باغ بالا سیمې ساتنه او پالنه کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې ده. له کلونو راپدیخوا یاده سیمه په سمه توګه نه ده ساتل شوې، د ونو او چمن وضعیت یې په بد حالت کې دی او تاسیسات یې هم د ورانیدو په حالت کې دي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو د یادې سیمې د رغونتیا د پراختیا سربیره چې ۲۱۲ جریبه ځمکه په بر کې نیسي بیا ورغوي،زرغونتیا او نظافت یې غوره بدلون وکړي او دغه راز تاسیسات یې نوي او یا له سره ورغوي. له دې کبله چې د باغ بالا تفریحي سیمه د پخوانیو مسئولانو د نه پاملرنې له امله په بد حالت کې ده، نو د بیارغونې او ساتنې لپاره به یې بیلابیل پروګرامونه یو پر بل پسې ډیر ژر پلي شي. په یادو پروګرامونو کې د خړوب قطره ای سیسټم او د ونو او بوټو اصلاح هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۸ نېټه ۴۴ موټره کثافات د باغ بالا له سیمې راټول او له ښاره د باندې ولیږدول شول. دغه راز د ۸۴ اوبو ټانکرو له لارې د باغ بالا زرغونې سیمې چې د وچیدو او لمنځه تلو په حال کې وې خړوب شوې او دا پروګرام به د باغ بالا په ټولو برخو کې پلی شي.