د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بیلابیلو ناحیو کې د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې د شته خنډونو لمنځه وړل!

11 اسد 1400

د اتمې ناحیې اړوند د لومړی کارتې له سیدنورمحمدشاه مینې تر سیاه سنګ او د نوې کارتې تر لومړي سړک پورې سیمو کې د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو پر وړاندې شته خنډونه پاک او لمنځه یوړل شول. سرایونه،هټۍ او نور ناقانونه اصناف چې د یاد سړک پر مسیر یې فعالیت کاوه،د تیرو دوه اونیو په ترڅ کې په بشپړه توګه له سیمې ولیږدول شول او د سړک جوړولو پروژو پلي کیدو ته زمینه برابره شوه. د سید نورمحمدشاه مینې سړک د ماسټر پلان له مخې له سیاه سنګ د نوې کارتې تر لومړي سړک پورې څلور اصلي اوفرعي کرښې لري. کابل ښاروالي په بیلابیلو ناحیو کې د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې شته خنډونه لمنځه وړي، څو د کابل ښار غوره ښاري او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. سړکونه د ښارونو اصلي سوداګریز رګونه بلل کیږي، چې له دې کبله د سړکونو پر وړاندې د شته خنډونو لمنځه وړلو لپاره له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسئ.