د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ پر لور د خیرخانې کوتل نښلونکي سړک د قیر چارې پیل شوې!

11 اسد 1400

د اولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل نښلونکي سړک د قیر عملي چارې د بادام باغ سیمې(دسرای شمالي پې سړک) پر لور د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کښت او د ښاري سړکونو د شبکو جوړولو په موخه چې څه موده وړاندې یې بنسټیزې چارې د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې اوس مهال یې  د ۳۰۸ مترو په اوږدوالي د قیر چارې پیل شوې. یاد سړک ټولټال د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۸.۶ مترو په پراخوالي د خیرخانې کوتل واټ د سرای شمالي تپې له لارې له بادام باغ سړک سره نښلوي، چې په جوړیدو سره به یې د سرای شمالي څلورلارې په ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي.