د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 77.4760 افغانی
1 یورو 91.3467 افغانی
1 درهم 21.1381 افغانی
1 تومان 0.0034 افغانی
1 کلدار 0.4975 افغانی
1 هندی 1.0717 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خړوب اوبو د مصرف لپاره نوې تګ لاره ټاکل شوې ده!

12 اسد 1400

دا چې د ځمکې لاندې اوبه له خطر سره مخ دي،د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست اوس مهال د زرغونو سیمو،ونو او بوټو د خړوب لپاره د ټانکرونو له لارې د قرغې بند له اوبو ګټه پورته کوي. د پخوانیو سیسټمونو د مطالعې او د نوي او قطره ای او باراني سیسټم او دغه راز د اوبو له سرچینو لکه د قرغې بند له اوبو څخه په ګټې اخیستنې سره به د اوبو له اسراف مخنیوی وشي. اوس مهال د کابل په یو شمیر سیمو کې د زرغونتیا او خړوب په موخه له قطره ای سیسټم څخه ګټه اخیستل کیږي. له دې سیسټم څخه په اخیستنې د دې سربیره چې د اوبو ډیره برخه د ځمکې پرمخ تبخیر کیږي،دخاورې له کیناستو او هرزه بوټو له را شنه کیدو مخنیوی کوي،چې له ۷۰ سلنه اوبو یوازې له ۱۰ تر ۲۵ یې مصرف کیږي او ریښو ته ښکته کیږي. هیله کیږي له اوبو څخه د بې ځایه او ډیرې ګټې اخیستنې څخه مخنیوی وکړئ.