د کابل په برکي څلورلارې کې د موټرو لپاره هوايي پل جوړیږي. کابل ښاروالۍ د خلکو د ستونزو د درک او ورته د حل لارې موندلو په موخه،د برکي څلورلارې په تخنیکي او فني مطالعه بوخت وو، چې په وروستیو کې ډیزاین شوې او یاده څلولارې له نړیوالو معیارونو سره سمه جوړیږي. د تل لپاره د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او مدیریت په موخه به د یادې مهمې او با ارزښته څلورلارې کار د کابل ښار د تلپاتې ودې په موخه ډیر ژر پیل شي چې تر تدارکاتي پړاونو وروسته به یې کار عملا پیل شي. د یاد پله په جوړیدو سره به د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت سربیره، دغوره اقتصادي ودې او په کابل کې د ښاري ښکلا شاهدان و اوسو.
د کابل ښاریانو لپاره په زړه پورې زیری!
12 اسد 1400