الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.45 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له چهاردهي او پغمان شهیدانو( د کمپنۍ څلورلارې ) تر کمپنۍ پله د سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو!

16 اسد 1400

دا سړک چې د کابل په لودیځ کې نښلونکی سړک ګڼل کیږي، په وروستیو چې له ځنډ وروسته د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست د جدي پاملرنې له مخې د ۱۰۸۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو پراخوالي په څلورو لیکو کې د اوبو لښتیو،استنادي دیوالونو، پلو لارو، ګلدانونو، تنویر او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. یاد سړک د کابل په لودیځ کې یو له مهمو او بنسټیزو سړکونو شمیرل کیږي چې خاص موقعیت ته کتو له ډیر اقتصادي ارزښت برخمن دی او په جوړیدو سره به یې د ښاري ستونزو د حل سربیره یو شمیر سیمې یو له بل سره ونښلوي او ورسره به ډیری اقتصادي او چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شي.