کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ښاري نظم د پلي کیدو او د ښکلا او عمراني پروګرامونو د عملي کیدو په موخه د مکروریانو سیمې له بیلابیلو برخو لیدنه وکړه. کابل ښاروال د بازارونو د نظم ارزولو سربیره د غصب شویو سیمو پر پاکولو او د مکروریانو په سیمه کې د زرغونو سیمو پر پراختیا ټنیګار وکړ. ښاغلي سلطانزوی له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو سیمو د پاکولو په اړه او له هغه څخه د غوره ګټې اخیستلو په موخه د یادې ادارې بیلابیلو برخو ته دنده وسپارله،څو په اړه اقدامات ترسره شي.
کابل ښاروال د مکروریانو له سیمې لیدنه وکړه!
17 اسد 1400