د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شلمه ناحیه کې د بوختیا موندلو پروژو چارې پیل شوې!

17 اسد 1400

چاپیریالي او ښاري ستونزو ته د رسیدو او د ماهرو کارګرانو لپاره د بوختیاو موندلو په موخه د شلمې ناحیې اړوند په چهارآسیاب سیمه کې د بوختیا موندلو پروژې چارې د یادې ناحیې د رئیس انجنیر حمید الله سنګر، مشرانو او د سیمې اوسیدونکو په شتون کې پیل شوې. په یادو پروژو کې د الیاس خیلو او ملا بابا سیمو کې په بنسټیزه توګه د ۸۳۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لښتیو جوړول، نیک هد ښوونځي ته مخامخ د ۵۸۰ مترو په اوږدوالي د پلو لارو جوړول، د خیرآباد نجونو ښوونځي شاوخوا د ۳۸۰ مترو په اوږدوالي د پلو لارو جوړول،چهاراسیاب روغتون ته څیرمه د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي د پلو لارو جوړول او شهید ملالۍ ښوونځي ته څیرمه د ۴۸۰ مترو په اوږدوالي د پلو لارو جوړل شامل دي چې د یادو ټولو پروژو ارزښت نیږدې ۱۸ میلیونه افغانۍ دی چې،په راتلونکو دوه نیمو میاشتو کې به بشپړې شي او ورسره د سیمې د آبادۍ سربیره ډیر شمیر د هیواد ماهرو کارګرانو ته د بوختیا زمینه برابره شي. هغه ناحیې چې پخوا ورته کار او پاملرنه نه ده شوې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په سر کې ځای لري څو ښاریان ښاري او چاپیریالي اسانتیاو ته لاس رسی پیدا کړي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو شملې ناحیې په بیلابیلو سیمو کې نورې ټولګټې او زیربنايي پروژې هم پلې کړي. هیله ده څو ټول ښاریان په یادو سیمو کې د پروژو له غوره پلي کیدو څارنه وکړي،ځکه د پروژو اصلي مالکان هم دوی دی او باید په ښه توګه ترې څارنه وکړي.