مسئولانو دا پنجشنبې د شپاړلسمې یو شمیر سیمې د پاکارۍ په موخه تر کاري پوښښ لاندې ونیوې او ښاریان پاکۍ ته وهڅول. د ښار په پاکۍ کې د ښاریانو ګډون او د کثافاتو نه تیتول به له یادې ادارې مرسته وکړي څو کثافات پر وخت راټول او له ښاره د باندې ولیږدوي. په تنظیفي چارو کې د شاته نه پاتې کیدو په موخه له شته امکاناتو هره پنجشنبه دوه ناحیې تر پوښښ لاندې نیول کیږي او له کثافاتو پاکیږي. پاکۍ او د ښاري زرغونتیا په موخه له کابل ښاروالۍ سره همغږي و اوسئ.
د ښار په پاکۍ او صفایۍ کې برخه اخیستل دیني او اخلاقي دنده شمیرل کیږي.!
18 اسد 1400