الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په یو ویشتمه ناحیه کې د ۱۲۴۰ مترو په اوږدوالي د کانال جوړولو کار پیل شو!

18 اسد 1400

د یو ویشتمې ناحیې د لومړي او دویم ګذر اړوند په غازي آباد سیمه کې د بوختیا موندلو پروژو په چوکاټ کې د ۱۲۴۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کنټرول په موخه د کانال په جوړولو د یادې ناحیې د رئیس مسیح الله رحمتي،مشرانو او د سیمې د اوسیدونکو په شتون کې کار پیل شو. یاده پروژه به په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړه شي چې د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت سربیره به ډیر شمیر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. په لرې پرتو ولسوالیو کې د پروژو تطبیق د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې د ګڼو پروژو په عملي کیدو سره به د یادو سیمو اوسیدونکي له ښاري او چاپیریالي اسانتیاو برخمن شي.