الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګریز مرکز د جوړیدو له چارو څارنه وکړه!

18 اسد 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګریز مرکز د جوړیدو له چارو څارنه وکړه او د ډیزاین له مخې یې د کار پر چټکتیا مسئولانو ته ټینګار وکړ. یاد مارکیټ په بنسټیزه توګه د ۸۰۵ مترو په اوږدوالي ځمکه کې د یوې تکهوی په ګډون په شپږو پوړونو کې جوړیږي او د دې سربیره ورته پارکینګ،زرغونه سیمه،هټۍ،سپورټ کلب،لمونځ ځای،د لامبو خای،د ماشومانو د ساتنې ځای او د راټولیدونو او نندارتون ځای هم په نظر کې نیول شوی او له یوه کال څخه په کمه موده کې به یې چارې بشپړې شي. د یاد مارکیټ د چارو په بشپړیدو سره به د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې یو شمیر ستونزې حل شي او د دوی لپاره ټولنیز او سوداګریزې اسانتیاوې رامنځته شي.