
د ګذر وکالت ټاکنو د پروسې په لړ کې د نوې کړنلارې له مخې د اتمې ناحیې اړوند د اوه ویشتم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې یې احسان الله ځاځي وکولای شول د سیمې د خلکو د ۲۴۵ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره وګتي. د ګذر وکالت ټاکنو پروسه لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي،استعفا یې ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي ترسره کیږي او وروسته یاده پروسه په ټولو ناحیو کې عملي کیږي.



