د دولسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د احمدشاه بابا مینې بیلابیلې سیمې په پلو لارو کې له خنډونو،د هټیو مخې له ناقانونه رغونو او نورو بې نظمیو څخه پاکې شوې او دغه راز هغه ناقانونه تاسیسات چې په پلو لارو کې وو ونړول شول. دغه راز یوځل بیا په ملالۍ څلورلارې کې د لاسي توکي پلورونکي تنظیم شول. ښاري نظم له یو لړ ښاري اصولو او مقرراتو پیروي کوي،چې ورسره غوره ټولنیزې او اقتصادي ودې ته زمینه برابریږي.
په دولسمه ناحیه کې ښاري سرغړونو ته رسیدنه وشوه!
19 اسد 1400