د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۲.۶ کیلو مترو په اوږدوالي د پوهنې شهیدانو سړک د دویم پړاو قیر چارې بشپړې شوې!

20 اسد 1400

د پوهنې شهیدانو سړک د ۲.۶ کیلو مترو د قیر چارې بشپړې شوې دي او د ۱۰۰ متره نور سړک چارې د ځمکو د استملاک له امله پاتې دي. د کابل په لودیځ کې له کمپنۍ د برچي په لور د یاد نښلونکي او مهم سړک د ساختمان چارې د بشپړیدو په حال کې دي، خو د یاد سړک پر مسیر د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره پراخوالي یوې برخې چارې تر استملاک لاندې د ځمکو د شتون له امله ځنډیدلې دي. هغه کس چې د یادې ټولګټې پروژې پر وړاندې یې د بیلابیلو پلمو له امله ستونزې را ولاړې کړې دي تر قانوني څیړنې لاندې نیول کیږي او ډیر ژر به کابل ښاروالي د یادو خنډونو د پاکولو په موخه اقدام وکړي. یاد سړک د ۲.۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو پراخوالي په بنسټیزه توګه د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون جوړیږي. د دې سړک په جوړیدو سره به د برچي سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي او اړوند سیمې به یو له بل سره ونښلول شي. هیله کیږي،څو د یاد سړک پر مسیر ښاریان د یادې لویې پروژې په پلي کیدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي،څو هرڅه ژر یې چارې بشپړې شي او ورسره اقتصادي ودې او ښاري پراختیا ته زمینه برابره شي.