د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدو په موخه د ناحیو په کچه له ګذر کیلانو سره ناسته ترسره کړه!

23 اسد 1400

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی دوی ته له کډوالو سره د مرستو او اسانتیاو برابرولو مسئولیتونه تشریح کړل.ښاغلي سلطانزوی یوځل بیا د ګذر وکیلانو له کارونو په نیک نوم یادونه وکړه او د واقعي اړمنو د لیست برابرولو او د مرستو د عادلانه او شفاف ویش په برخه کې یې پر ګذر وکیلانو ټنیګار وکړ او هیوادوالو ته یې ډاډ ورکړ. کابل ښاروال د ګذر وکیلانو د مسئولیت منلو په اړه وویل چې،موږ دخلکو ستونزې پیژندل لومړیتوب ګڼو او د واقعي اړمنو پیژندل د ښار په کچه د هر ګذر وکیل دنده ده چې په مرسته به یې وشو کولای د خلکو باور ترلاسه کړو او مرستې په غوره او شفافه بڼه ورسو. ښاغلي سلطانزوی هیله څرګنده کړه څو ګذر وکیلان د سوداګرو له لوري د مرستو د ویش او شورګانې د اسانتیاو برابرولو او څارنې په برخه کې همکاري وکړي. کابل ښاروال کډوالو ته په ښاري سیمو کې د مناسبو ځایونو پر ټاکلو او د مرستو په عادلانه ویش ټینګارو کړ او په وینا یې دا هم د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو ګنل کیږي.