الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ له ولایتونو د راکډه شویو کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي!

24 اسد 1400

د کابل ښاروالۍ مسئولانو په ښاري سیمو په ځانګړې توګه،څلورمې،یولسمې او اولسمې ناحیې په سیمو کې له ولایتونو د راکډه شویو کډوالو او بې ځایه شویو لپاره ځانګړي موقت ځایونه ټاکلي دي او هغوی ته یې د پاکو اوبو،تنظیفی خدمتونو او نورو اړتیاو اسانتیاوې برابرې کړې دي. کابل ښاروالي د دې سربیره چې ښاریانو مرستو ته هڅوي،د مرستو مدیریت هم کوي،څو د دوی اړینې اړتیاوې له یادو مرستو برابرې کړي. د یادې ادارې رهبرۍ مسئولانو ته دنده سپارلې څو له کډوالو او بې ځایه شویو سره له هیڅ ډول مرستې او اسانتیاو برابرولو څخه دریغ ونه کړي. کابل د ټولو افغانانو کډ کور دی،د ښاري فرهنګ او نظم مراعاتولو او له هیوادوالو سره د مرستې په برخه کې له یادې خدماتي ادارې سره همغږي او همکار و اوسئ.