د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د چارو مخته وړلو په موخه کمیسیون جوړ شو!

1 سنبله 1400

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ښاروالۍ د چارو مخته وړلو په موخه کمیسیون جوړ کړ، چې مشري یې مولوي حمدالله نعماني کوي. یاد کمیسیون به خپلې چارې سر له سبا د یک شنبې په ورځ لومړیتوبونو ته په کتو پیل کړي. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په دې حساسو شرایطو کې د یادې ادارې د کارکوونکو کړنې وستایلې او له دوی یې وغوښتل څو د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې نورې هڅې او کوښښونه هم وکړي. ورته مهال مولوي حمدالله نعماني چې د کمیسیون غړي هم ورسره وو وویل چې، په پوره همغږۍ به یو د بل ترڅنګ د ښاریانو د هوساینې او د ښار د آبادۍ لپاره کار کوي. دغه راز د اسلامي امارت پلاوي د کابل ښاروالۍ له ټولو کارکوونکو(ښځینه او نارینه) څخه وغوښتل چې ښځینه دې د اسلامي حجاب په پام کې نیولو سره سر له سبا خپلو دندو ته حاضر شي او ټول دې په نورماله توګه خپل دندو ته دوام ورکړي.