د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې د کانګریټي خنډونو په لمنځه وړلو کار پیل شو!

1 سنبله 1400

کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۳۱ نېټه چې د برابره ده د ۱۴۴۳ قمري کال د محرم الحرام له ۱۳ نیټې سره د کابل ښاروالۍ لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د کمیسیون رئیس مولوي حمدالله نعماني او کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په شتون کې د محمودخان پله او دفاع وزارت له مخامخ سیمو د ښار په کچه له سړکونو،پلو لارو د کانګریټي دیوالونو په لمنځه وړلو کار پیل کړ. د یاد پلان له مخې به د کابل ښار نورې سیمې هم له خنډونو پاکې شي. په تیر کې د یو شمیر زورواکو او له قانون تښتیدونکو د نه همکارۍ له امله د خنډونو لمنځه وړلو کار په ډیره سستی روان وو،له دې وروسته چې د کانګریټي خنډونو په لمنځه وړلو په جدیت کار پیل شوی دی،له ټولو ښاریانو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکي یو،څو د کابل ښار جنګي څیره بدله شي او موږ د ښاري ښکلا شاهدان و اوسو. ټاکل شوې ده ټول سړکونه او کوڅې له کانګریټي خنډونو پاکې او د ټولو ښاریانو پر مخ پرانیستل شي. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري.