د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس له یو شمیر ښاریانو سره د هغوی ستونزو ته د رسیدو په موخه وکتل

27 سنبله 1400

د کابل ښاروالۍ لپاره د ا.ا.ا له لوري د ټاکل شوي کمیسیون رئیس مولوي حمدالله نعماني له یو شمیر ښاریانو سره د هغوی ستونزو  ته د رسیدو او د اسنادو د پړاونو د سرعت په موخه وکتل. په یاده لیدنه کې د ستونزو تر اوریدو وروسته ښاغلي نعماني د اسنادو د پړاونو ترسره کیدو،معیاري او برابرې ودې،ښاري نظم او د ښاري لوړ فرهنګ رامنځته کولو په موخه اړوند څانګو ته ځانګړې لارښونې ترسره کړې.د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس وویل چې موږ کولای شو د خلکو د ښې همکارۍ له مخې،پروګرامونه او قوانین پلي کړو او له هغه څخه مثبتې لاسته راوړنې ولرو. نوموړي دغه راز وویل چې اړینه ده له ښاري تاسیساتو د غوره ګټې اخیستنې،ښاري بڼې غوره کیدو او له معیارونو سره سم د ښاري پراختیا په برخه کې اوچت ګامونه پورته کړو. ښاغلي نعماني دغه راز د یادې ادارې له لوري د ښاریانو د ښاري ستونزو لمنځه وړلو په برخه کې د پرلپسې پروګرامونو د پلي کیدو په اړه معلومات وړاندې کړل. ورته مهال ښاریانو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ،خوښي څرګنده کړه چې د کابل ښاروالۍ د زیارکښو او مسئولیت منونکو مسئولانو په هڅو سره به د همکارۍ روحیه پیاوړې شي او په دې توګه به غوره ښاري نظم رامنځته شي.