د کثافاتو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري هره اونۍ په دوه ناحیو کې تنظیفي حشر ترسره کیږي. د کابل ښاروالۍ مسئولان ټینګار کوي چې پاک ښار ته د رسیدو،زرغونتیا او له ککړتیا څخه د مخنيوي په موخه د ښاریانو او بنسټونو همکاري اړینه بلل کیږي او په دې برخه کې دوی باید خپله اخلاقي او ښاري دنده ادا کړي. یو شمیر ناغیړه ښاریان کثافات تیتوي او په نا مناسبو ځایونو کې یې غورځوي او په دې توګه د تنظیفي پرسونلو په اوږو دروند بار ږدي او د ډیر شمیر سرچینو د مصرف سبب ګرځي. د لوړ او ټیټ ولتاژ ماشینرۍ په وسیله کثافات راټول او له ښاره د باندې لیږدول کیږي.
د تنظیفي چارو له وروسته پاتې کیدو څخه د مخنیوي په موخه تنظیفي حشر دوام لري
30 سنبله 1400