الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مسئولان د ښار د زرغونتیا لپاره هڅې کوي

31 سنبله 1400

په ښه ښاري ژوند کې د زرغونتیا او سمسورتیا ارزښت ته په کتو، د کابل ښاروالۍ مسئولان له ځنډ پرته د نیالګیو او زرغونو سیمو د خړوب او پارکونو د ساتنې لپاره هڅې او فعالیت کوي. د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د نیالګیو او ونو خړوب لومړیتوب دی چې د کابل ښاروالۍ مسئولان پرې ټینګار کوي،خو د سرچینو د کموالي له امله یو څه ستونزې پکې رامنځته کیږي چې په دې برخه کې د ښاریانو همکاري اړینه بلل کیږي. دا چې د ځمکې لاندې اوبه ښکته شوې دي،څو د قرغې بند له اوبو څخه په ګټې اخیستنې او د ټانکرونو په وسیله د نیالګیو د خړوب په موخه ترې ګټه اخیستل کیږي. ورته مهال په مصارفو کې د کموالي په موخه په قطره ای او باراني سیسټم رامنځته کولو هم کار روان دی. په ژوند کې د زرغونو سیمو او ونو شته والۍ بنسټیز رول لري،له دې کبله له ټولو ښاریانو هیله کیږي څو د خپلو ملکیتونو مخې ته د ونو او بوټو په ساتنه کې مرسته وکړي.