د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس له ګذر وکیلانو سره:

31 سنبله 1400

موږ خپل پروګرامونه لومړیتوب ته په کتو د خلکو له طرحو سره سم پلي کوو د ښاري ستونزو ښه پیژندلو او همغږۍ په موخه د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس مولوي حمدالله نعماني په داسې حال کې چې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی هم شته وو،د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا له رئیسانو سره مشتورتي ناسته ترسره کړه. په ناسته کې ګذر وکیلانو هم په خپلو ناحیو کې شته ښاري او چاپیریالي ستونزې،د غصب قضیې او د خامو سړکونو ستونزې له مسئولانو سره شریکې کړ او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې پیل شوې پروژې باید بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس تر ستونزو او وړاندیزونو اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې د دوی له غوره نظریاتو او وړاندیزونو د پروګرامونو په پلي کیدو کې کار اخلي او خپل پروګرامونه د خلکو له طرحو سره برابر پلي کړي. نوموړي زیاته کړه چې برابرې پراختیا ته په کتو به تر لومړیتوب پیژندلو وروسته د خلکو د ستونزو هواري او له ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د قانون د تطبیق په موخه لاس په کار شي. په پای کې ګذر وکیلانو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو ملاتړ څرګند کړ او هیله یې وښوده چې د پروګرامونو په پلي کیدو کې به هر راز مرسته کوي.