د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کمیسیون له مشر سره د کسب کارانو او هټیوالو د استازو لیدنه

3 میزان 1400

د کابل ښاروالۍ د کمیسیون مشر مولوي حمدالله نعماني له یو شمیر کسب کارانو او هټیوالو سره د دوی ستونزو ته د رسیدو په موخه ولیدل. ښاغلي نعماني له کسب کارانو او هټیوالو په خپلو خبرو کې په ښاري نظم، د کارخانو په تنظیم،د سوداګریزو مارکیټونو په ډاډمنتوب، چاپیریالي روغتیا، د بازارانو د ودې په برخه کې خپل پروګرامونه او پلانونه روښانه کړل او له دوی یې وغوښتل څو ښاري اصول ا مقرارات په نظر کې ونیسي او فعالیتونه یې له فعالیتونو سره برابر تنظیم کړي. ورته مهال کسب کارانو او هټیوالو له دوی وغوښتل څو په کابل ښار کې د متشبیثینو په برخه کې په ځانګړې توګه د لوړو کرایو په برخه کې د دوی شته ستونزې وڅیړي او په دې برخه کې اړوند بنسټونو ته ځانګړې لارښونې وکړي. د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د دوی د ستونزو په حل کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه چې ستونزو ته به یې اړینې حل لارې چارې ولټوي او عملي کړي.