د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان پارک په بیارغونه کار روان دی!

6 میزان 1400

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا د برخې مسئولان د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان پارک په بیارغونه کار کوي، چې پکې د ونو اصلاح،د اوبو د خړوب سیستم رامنځته کول،د پلو لارو بیارغونه شامل دي تر لاس لاندې لري او تر دې دمه یې نیمايي چارې ترسره شوې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو میاشتو یې چارې بشپړې شي. یاد پارک په ټولیزه توګه ۳۶۴۵۰ متر مربع پراخوالی لري چې ۱۶۵۰ متر مربع هغه یې د چمن کرل دي چې چارې یې دوام لري. په یاد پارک کې ټولټال ۱۳۵۰ ونې شته چې بیخي یې د پارک بڼه په ځنګل بدله کړې ده، له همدې کبله یې د ونو د اصلاح سربیره له ناروغیو د ساتنې په موخه د یو شمیر هغو د پرې کولو چارې هم دوام لري او تر دمه پکې ۹۰۰ ونې اصلاح شوې دي. دغه راز د پارک د لوله کشۍ چارې هم د ۱۵۰۰ متره پایپ چې دوه اینجه قطر لري روانې دي. د وزیرمحمد اکبرخان پارک د کابل ښار یو له مهمو پارکونو شمیرل کیږي چې په ساتنه او پالنه کې یې د ښاریانو همکاري اړینه ده.