د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

داخلي بې ځایه شویو د نوي ښار پارک زرغونتیا او تاسیسات زیانمن کړي دي!

8 میزان 1400

سلګونه تنه هغه هیوادوال چې له ولایتونو کابل ته را کډه شوي دي او د څلورمې ناحیې اړوند په نوي ښار پارک کې په بیلابیلو دلایلو د څه مودې راپدیخوا میشت دي، د پارک زرغورنتیا او تاسیساتو ته یې زیان اړولی دی. هیله ده څو اړوند ادارې دوی ته ځانګړي ځای وټاکي،څو دې ځای ته له ډیر زیان اوښتو مخنیوی وشي. اوس مهال د یاد پارک یو شمیر ونې او نور تاسیسات ویجاړ شوي دي او که چیرته دوی له دې ځایه ونه لیږدول شي نو کیدی شي دې ځای ته ډیر زیان و رسیږي او په یو خرابه بدل شي. مسئولانو د یاد پارک د زرغونتیا او ښکلا په موخه ډیر زیار ګاللی دی،چې په وروستیو کې د یاد پارک د ۹۵۰۰ په پراخوالي برخه چمن کاري شوې ده او دغه راز د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یاد پارک سیمه د خړوب په موخه لوله کشي شوې ده. د نوي ښار پارک ټولټال ۸۲۳۴۸ متر مربع پراخوالی لري او د کابل ښار له مهمو پارکونو شمیرل کیږي. د نوي ښار پارک د زرغونتیا او ساتنې برخې مسئولانو کډوالو ته ځانګړې لارښونې کړې دي،څو یاد پارک زرغونتیا او تاسیساتو ته زیان ونه رسوي او له دوی یې غوښتي د یاد پارک تاسیساتو او زرغونتیا ساتلو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.