د پنځلسمې ناحیې اړوند د بي بي ساره تفریحي پارک ساتنه او پالنه چې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو دنده ده،د دې سربیره د یادې سیمې اوسیدونکي هم له کابل ښاروالۍ سره په دې برخه کې همکاري دي ځکه دوی پوه شوي چې د یاد پارک اصلي مالکان هم همدوی دی. کابل ښاروالي نشي کولای په یوازې توګه زرغونې او تفریحي سیمې وساتې،په دې برخه کې د ښاریانو همکاري اړینه ګڼل کیږي. یاد پارک د ۲۰۳۵۰ متر مربع په پراخوالي په ۱۳۹۸ کال کې په بنسټیزه توګه د دیوالونو،تیږو فرش،پلو لارو،سیوري ځای،څوکیو،د خړوب څاه،د ساتونکو خونې،چمن،ونو او بوټو او زینتي ابشار په ګډون،چاپیریالي اسانتیاو ته د لاس رسي په موخه جوړ شوی دی.
د پنځلسمې ناحیې اړوند له بي بي ساره تفریحي پارک دوامداره ساتنه او پالنه کیږي!
9 میزان 1400