الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پلو لارو او سړکونو د خنډونو لرې کول د کابل ښاریانو هیله وه او ده، چې اوس مهال د یو لړ پروګرامونو له لارې دا لړۍ پیل شوې ده!

17 میزان 1400

د کانګریټي خنډونو له امله د یو شمیر پلو لارو او سړکونو بندیدل د کابل ښاریانو په ژوند کې لویه ستونزه ګڼل کیده چې له نیکه مرغه دا ستونزه د حل کیدو په حال کې ده.

د پلو لارو او سړکونو د خلاصون په موخه د کابل ښاروالۍ مسئولانو د شپږمې ناحیې اړوند لسګونه سړکونه او پلې لارې یوځل بیا له ناقانونه خنډونو او تاسیساتو پاکې کړې او ټول ښاریان ترې ګټه پورته کوي.

د ښار په ټولو ناحیو کې خنډونه لرې کیږي،څو د ښار بڼه یو ځل بیا ښکلي او تاریخي هغې ته وګرځي.

د پلو لارو او سړکونو په خلاصون سره به په ښار کې غوره اقتصادي ودې او ټولنیزې سوکالۍ ته زمینه برابره شي او د امنیت په برخه کې به هم ګټور ثابت شي.

سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي، چې خلک باید ترې ناوړه ګټه پورته نه کړي.