د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د ښاري پروژو پلي کیدو په اړه د هبیتات دفتر له مسئولانو سره خبرې وکړې!

17 میزان 1400

د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس مولوي حمدالله نعماني په آن لاین توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سکان عمومي دفتر له مشر ښاغلي فرنان ریز کروس او د یاد دفتر له نورو همکارانو سره د ښاري پروژو پلي کیدو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې. د کابل ښاروالۍ د کمیسیون رئیس په تیر کې د یاد دفتر له ترسره کړو کړنو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې یاد دفتر به خپلې پاتې نیمګړې پروژې بشپړې او نویو ټولګټو پروژو په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره د تل په څیر همکار و اوسي. ورته مهال د یاد دفتر رئیس او همکارانو د نیمګړو پروژو د بشپړولو د ژمنې ترڅنګ په راتلونکې کې هم له کابل ښاروالۍ سره د خپلو همکاریو ژمنه تازه وکړه. دوی دغه راز د پروژو پر وړاندې د شته ستونزو په لمنځه وړلو کې له ا.ا.ا د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه. هغوی په خپلو خبرو کې وویل چې راتلونکې پروژې هم د کابل ښار لومړیتوبونو او پراختیا ته په کتو تنظیم کیږي او په دې برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره پوره همغږي و لري،څو زیربنايي او ټولګټې پروژې په سمه او غوره توګه پلې شي. ښاغلي نعماني د پروژو پلي کولو په برخه کې د دوی د هڅولو سربیره د کابل ښاروالۍ په مرسته د دوی د کاري مصئونیت ډاډ ورکړي او هیله یې وښوده چې خپلو پروژو ته دوام ورکړي. کابل ښاروالي هغه بنسټونو او موسسو ته چې غواړي له کابل ښاروالۍ سره د ښار په آبادۍ او پراختیا کې مرسته کوي ښه راغلاست وايي او په دې برخه کې همکارۍ ته پوره چمتوالی لري. د هبیتات دفتر مسئولانو په خپلو خبرو کې له کابل ښاروالۍ سره د کار کولو په برخه کې خپله علاقه وښوده. په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان او نورو ډونرانو د کاري سیسټم په بیا فعال کیدو سره به له دوی سره همکاري له سره پیل شي او کابل ښاروالي به په خپلو راتلونکو پلانونو کې له دوی تر وروستي حده ګټه اخلي.