الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه له یو شمیر ښاریانو سره وکتل!

19 میزان 1400

کابل ښاروال مولوي حمدالله نعماني، ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه نن له یو شمیر کابل ښاریانو سره وکتل او ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه یې بحث او خبرې اترې وکړې. په یاده لیدنه کې کابل ښاروال په د ښار په کچه د یو لړ شته ستونزو او ښاري نظم برخو کې د دوی د ستونزو اوریدو سربیره د ښاري غوره فرهنګ او دغه راز په وده او ترویج کې یې د خلکو پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، موږ کولای شو د خلکو په همکارۍ غوره ښاري پروګرامونه پلي کړو اودغه راز له ښاري اصولو او قوانینو په پام کې نیولو څخه مثبته پایله ترلاسه کړو. نوموړي زیاته کړه چې دا د ټولو ښاریانو دنده ده څو له غوره ښاري فرهنګ څخه په ګټې اخیستنې په ښاري پروګرامونو پلي کیدو کې له موږ سره همکار و اوسي. ښاغلي نعماني دغه راز په ښاري او چاپیریالي برخو کې د یو شمیر پروګرامونو یادونه وکړه چې، په وینا یې په پلي کیدو او اجرايي کیدو کې یې د ښاریانو همکاري اړینه ده. د ناستې په پای کې ښاریانو د کابل ښاروالۍ له وروستیو کړنو خوښي وښوده او دغه راز په یو شمیر برخو کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې له غوره هغو به یې د پروګرامونو او پلانونو په پلي کیدو کې ګټه واخیستل شي.