الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ بالا تفریحي سیمې زرغونتیا ته پراختیا ورکول کیږي!

24 میزان 1400

د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه نن د ۱۴۰۰ کال د تلې میاشتې په ۲۱ نېټه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د باغ بالا تفریحي سیمې ټولې ونې خړوب کړې او غواړي چې د یادې سیمې ټولې ونې اصلاح کړي. په وروستیو کې د باغ بالا تفریحي سیمې د ساتنې او پالنې مسئولیت کابل ښاروالۍ په غاړه اخیستی، چې ټوله ۲۱۲ جریبه ځمکه په بر کې نیسي. پخوا یادې تفریحي سیمې ته ډیره پاملرنه نه کیده او د ونو بوټو،زرغونتیا،نظافت او تاسیساتو وضعیت په ناوړه حالت کې وو. کابل ښاروالي پلان لري، څو د زرغونتیا د پراختیا سربیره یادې سیمې تنظیفي وضعیت ته هم غوره بدلون ورکړي او دغه راز نور تاسیسات یې هم بیا ورغوي. د دې لویې تفریحي سیمې د غوره بدلون په موخه یو پر بل پسې پروګرامونه تر لاس لاندې دي چې په نیږدې راتلونکې کې به پلې شي او دغه راز د خړوب قطره ای سیسټم او د ونو د اصلاح په موخه هم کارونه ترلاس لاندې دي. د یادونې وړ ده چې د تنظیف او زرغونتیا ریاست پرسونلو له قرغې بند تر باغ بالا سیمې د ۱۵ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو کانال هم پاک کړ او د دې کانال له لارې یوځل بیا له یوه کال ځنډ وروسته د باغ بالا د خړوب سیسټم فعال شو. اوس مهال د هغه سیمو چې د وچیدو په حال کې وې خړوب یې روان دی او له دې وروسته به یې په دوامداره توګه ساتنه او پالنه کیږي.