الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مرستیال د ختیځ زون له بیلابیلو ناحیو لیدنه وکړه

24 میزان 1400

د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حمدالله نعمانی د پراختیايي پلانونو د عملي کولو او چاپیریالي ستونزو د حل په موخه،له دولسمې او شپاړلسمې ناحیې لیدنه وکړه. ښاغلي نعماني د قلعه زمان خان شپیته متره سړک د بشپړیدو،د چاپیریالي ستونزو دحل،د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي،ښاري نظم راوستو په ځانګړې توګه د دولسمې ناحیې په بازارانو کې د ښاري نظم راوستو،پراختیايي او زیربنایي پلانونو پلي کیدو او شمیر نورو برخو کې مسئولانو ته ځانګړې لارښونې وکړې. نوموړي پر مسئولانو ټینګار وکړ څو مسئولیت منونکي و اوسي او زیاته یهې کړه چې ټول باید د ښاري اسانتیاو په رامنځته کولو کې هڅې او کوښښ وکړو.