د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان تپې په قوریه کې د بیلابیل ډول نیالګیو د پالنې چارې دوام لري!

25 میزان 1400

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا برخې مسئولان د کرنې او اوبو لګولو وزارت د مسلکي کسانو په مرسته د پغمان تپې په قوریه کې د بیلابیلو نیالګیو د ساتنې او پالنې په برخه کې هڅې کوي. د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا او دغه راز د نیالګیو کینولو موسم ته د ښې تیارۍ په موخه په یاده قوریه کې بیلابیل نیالګي کینول شوي او له هغو دوامداره ساتنه کیږي. په یادو نیالګیو کې مورپان،چنار،ناجو، دیوال بید او بیلابیل ډول ګلان شامل دي چې په معیاري او مډرنه توګه د ودې په حال کې دي او ټاکل شوې ده د نیالګیو کینولو په موسم کې به د سړکونو په غاړو، ګلدانونو، تپو او د ناحیو په کچه په بیلابیلو سیمو کې کینول شي، چې ورسره به د ښار ښکلا او زرغونتیا غوره بدلون وکړي او په دې توګه به د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی وشي.