د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

سرای شمالي چوک ته په غځیدلو سړکونو د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!

25 میزان 1400

د ښاري نظم د راتګ او ښاریانو ته د غوره اسانتیاو برابرولو په موخه، سرای شمالي چوک ته په غځیدلو سړکونو د ۴، ۱۱ او ۱۷ ناحیې د مسئولانو له لوري د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو. لیني موټر، کپې، سیارې کراچۍ، لاسي توکي پلورونکي او نور ناقانونه موارد هم چې د نښلونکو سړکونو او د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې یې را ولاړې کړې وې، د سرغړونکو له فزيکي او لفظي مقاومت سره سره بیاهم پاک او لمنځه یوړل شول. د یادې سیمې فعالیت کوونکو ته په ټینګار سره وویل شول، څو د ښاري نظم په غوره بدلون کې هر اړخیزه همکاري وکړي خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي. سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي،اشخاص او بنسټونه نشي کولای هغه خپل ملکیت وګرځوي او ناوړه ګټه ترې پورته کړي، په ځانګړې توګه د سرای شمالي چوک په شاوخوا کې چې د شمال لویې لارې نښلونکی چوک بلل کیږي. د دې سیمې فعالیت کوونکي په ځانګړې توګه، لیني موټر باید په یاده سیمه کې کې د ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې سبب ونه ګرځي. کابل ښاروالي د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت تنظیم هم خپل لومړیتوب ګڼي،څو له امله یې په واټونو کې نظم رامنځته شي. ښاري نظم راتګ په ټوله کې یوه جدي اړتیا ده، نو ځکه له سرغړونکو سره د قانون له مخې جدي قانوني چلند کیږي.