هغه تبلیغاتي شرکتونه چې د کابل ښاروالۍ پوروړي دي او یا د کابل ښاروالۍ د ټاکل شویو معیارونو سره په ټکر کې دي، اشتهارات یې نړول شوي دي او د بیا فعالیت اجازه نه لري. په وروستیو کې د یادو شرکتونو یو شمیر اشتهارات نړول او لیرې کړل شوي دي او که چیرته یې پورونه ادا نه کړي،بلبوډونه یې هم لیرې کیږي او بیا ورسره قرارداد نه کیږي. د لوحو او اشتهاراتو نصب باید له معیارونو سره برابر وي، له دې پرته د حکمي او حقیقي اشخاصو اشتهارات او لوحې نړول او لیرې کیږي. د ښاري ښکلا په موخه د لوحو او تابلوګانو اصلاح روانه ده او هڅه کیږي له دې اړخه د کابل ښاروالۍ په عوایدو کې غوره بدلون راشي او عواید په منظمه توګه راټول شي.
هغه اشتهارات چې تبلیغاتي شرکتونه یې د کابل ښاروالۍ پوروړي دي نړول کیږي!
25 میزان 1400