الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه یو شمیر کړنې تر لاس لاندې

9 عقرب 1400

ديد کابل ښاروالۍ مسئولانو په سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو او ځایونو کې د دود فلتر له نصب څارنې او پلټنې پیل کړې دي، چې دا چاره د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې ښه ګام بلل کیږي. د قانون او ښاري اصولو له مخې په ښارګوټو او  لوړ پوړیزو ودانیو کې د دود تسخین په سیسټم کې د فلترونو له نصب څارنه کیږي. په دې کار سره د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو مالکان پوهول کیږي، څو په خپلو اړوند ملکیتونو کې د دود لپاره فلتر نصب کړي، له دې پرته له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. د دې سربیره به د کابل ښاروالۍ څارنیز ټیمونه، په حمامونو،سوناګانو، د لامبو وهلو حوضونو او نورو هغه ځایونو کې چې دود تولیدوي او چاپیریال ته زیان رسوي، خپلې څارنې او پلټنې وغځوي