د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کار په بدل کې د غنمو ویش پروګرام د کابل په ټولو ناحیو کې پیل شو

22 عقرب 1400

د خوړو له کړکیچ څخه د مخنیوي او د فقر کچې د کموالي په موخه د کار په بدل کې غنمو ویش پروګرام نن د لړم میاشتې په ۲۲ نېټه د کابل ښاروالۍ د مرستیال مولوي حمدالله نعماني له لوري په دوه ویشتو ناحیو کې څلور زره کسانو ته پیل شو. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته چې د کابل ښاروالۍ په تنظیف ریاست کې جوړ شوي وو د کابل ښاروالۍ مرستیال وویل چې د دې پروګرام له مخې به د دې سربیره چې له ۴ زره ډیرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په دې توګه به ۲۱۱۸ نارینه د ښار د لښتیو او ویالو په پاکولو او دغه راز ۱۸۰۳ تنه ښځې  به د عامه پوهاوي په برخه کې وګمارل شي او دوی به د کثافاتو د مدیریت په موخه کور په کور د عامه پوهاوي پروګرام پلی کړي. د ا.ا.ا د رهبرۍ د پریکړې له مخې د کابل ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د څلویشت زره کارګرانو لپاره د بوختیاو موندلو عملي کارونه پیل شوي دي او یاد پروګرام د ملي پراختیا شرکت، عملیاتي ادارې، کابل ښاروالۍ، د اوبو او انرژی، کلیو پراختیا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو له لوري طراحي شوی او پلی کیږي. د کابل ښاروالۍ مرستیال زیاته کړه چې موږ هیوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوو څو په دې توګه ټولګټې پروژې پلې او خلکو ته کاري زمینې برابرې شي