کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې ناحیې له بیلابیلو برخو لیدنه وکړه او له غصب څخه د مخنیوي، له عامو ملکیتونو د غوره ګټې اخیستنې، د زرغونو سیمو د ساتنې او د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د یادې ناحیې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې نوموړي دغه راز د کابل په لودیځ( ارغندۍ) کې د کابل ښاروالۍ له مالګدامونو د ګټې اخیستنې پلان وڅاره او یادو مالګدامونو د غوره ګټې اخیستنې او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې اړوند څانګو ته ځانګړې لارښونې وکړې
کابل ښاروال د پنځمې ناحیې له بیلابیلو برخو لیدنه وکړه
24 عقرب 1400