د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د (UNOPS) دفتر له رئیس سره وکتل!

7 قوس 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د یونپس دفتر له نوي رئیس جورج او پخواني رئیس پاول کروک سنک سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د عمراني پروژو د تطبیق په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.  په یاده لیدنه کې کابل ښاروال د یونپس دفتر له پخوانیو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ هیله لرو یونپس دفتر د پخوا په څیر په تخنیکي او مالي برخه کې له کابل ښاروالۍ د یوه همکار دفتر په توګه پاتې شي. نوموړي زیاته کړه چې د کابل ښار په پراختیا او رغونه کې د ملګرو ملتونو  ملاتړ د ارزښت وړ او ګټور دی. ورته مهال د یونپس دفتر رئیس د همکاریو د داوم ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، دوی به د کابل ښار د پراختیا او سوکالۍ په برخه کې د تل په څیر خپله ونډه ادا کړي. نوموړي وویل چې په پراختیايي او د آبادۍ اړوند چارو کې نړیوالې همکارۍ اړینې دي