د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، هوايي ډګر ته د غځیدلي سړک پر مسیر نښلونکی د اوبو لښتی په بنسټیزه توګه جوړ شو. د اوبو یاد لښتی له هوايي څلورلارې د چوک پر لور د ۳۴ مترو په اوږدالي او د ۸۰× ۶۰ سانتي عبوري مقطع په درلودلو او دغه راز له چوک څخه د سویل پر لور د ۴۴ مترو په اوږدوالي او د ۸۰× ۶۰ عبوري مقطع په درلودلو سره جوړ شوی دی
د هوايي ډګر په څلورلارې کې د اوبو نښلونکی لښتی جوړ شو!
7 قوس 1400