د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو نساجۍ سړک د بیا رغونې پاتې چارې پیل شوې

10 قوس 1400

کابل ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د بګرامیو د نساجۍ د یوه کیلو متر پاتې سړک د بیارغونې چارې چې موده وړاندې پیل شوې وې، نن د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ میاشتې په ۹ نېټه یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري تر بنسټیزو چارو وروسته د قیر اچونې چارې پیل شوې. یاد سړک د وخت په تیریدو او د ځمکې د سطحي اوبو لپاره د سیسټم نشتون له کبله نړیدلی وو او کابل ښاروالۍ یې د بیارغونې چارې د خلکو ستونزو ته په کتو تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته څه موده وړاندې پیل کړې وې، چې پکې د یوه لوی کانال جوړول هم شامل دي. په تیر کې په یاد سړک د ډیرې ګڼې ګوڼې او نامناسبو موادو د شتون له امله کار ځنډیدلی وو. یاد سړک په څلورو اصلي او فرعي لیکو کې د یوه لوی کانال، منځنیو ګلدانونو،پلو لارو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کار،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړیږي.