د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حمدالله نعماني له یو شمیر ښاریانو سره په لیدنه کې د دوی د ستونزو د اوریدو سربیره په چاپیریالي، ښاري او د اسنادو د پروسې په برخه د شته ستونزو ، له فساد سره د مبارزې او د ټولګټو پروژو د پلي کیدو د څرنګوالي په اړه رڼا واچوله. نوموړي وویل چې، په دې برخه کې به ډیر ژر د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري اقدامات وشي او له ښاریانو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کابل ښاروالۍ رهبرۍ چاپیریالي ستونزو ته د رسیدو په موخه له یو شمیر ښاریانو سره ولیدل
10 قوس 1400