الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

بابر بڼ د یونسکو د فرهنګي میراثونو لیست ته دننه کیږي

14 قوس 1400

ټاکل شوې ده د افغانستان ستر فرهنګي میراث ( بابر بڼ) د یونسکو د فرهنګي میراثونو لیست ته دننه شي، په همدې موخه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اطلاعاتو او کلتور وزارت او آغا خان فرهنګي بنسټ له مسئولانو سره بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال لومړی د یاد تاریخي میراث په تاریخي او اسلامي مخینه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، د دوی په پراختیايي پروګرامونو کې د تاریخي ارزښتونو ساتل لومړیتوب لري او په دې اړه چې بابر بڼ دې د تاریخي میراثونو په لیست کې شامل شي، مسئولانو ته یې ځانګړې لارښونې کړې دي. په یاده ناسته کې ګډونوالو د منل شویو معیارونو سره سم د یوه نړیوال تاریخي ارزښت په توګه د بابر بڼ د پیژندلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د کابل ښاروالۍ له ملاتړ مننه وکړه. په وروستیو کې پریکړه وشوه څو هرڅه ژر یاد بڼ له نړیوالو تاریخي منل شویو معیارونو سره برابر شي او د ورڅیرمه سیمو د جوړیدو په اړوند دې کابل ښاروالي، اطلاعات او کلتور وزارت او د آغا خان بنسټ مسئولان ګډ کار کړي. د ناستې په پای کې ټولو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.