الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د مسافر وړونکو ترانسپورټي شرکتونو د تنظیم په اړه غونډه ترسره شوه

15 قوس 1400

په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کموالي او ترافیکي نظم په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل ښار کې د پلازمینې ترانسپورټي شرکت او نورو شرکتونو له مسئولانو سره بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال وویل چې، د پلازمینې ترانسپورټي ترمینال په کابل ښار کې رسمي او معیاري ترمینال دی چې، ترانسپورټ وزارت او سرې میاشتې له لوري جوړ شوی دی  او هیوادوال کولای شي په آرام چاپیریال او مصئونه توګه د یاد شرکت له لارې سفر وکړي. کابل ښاروال اړوند څانګو ته لارښونه وکړه څو د ښار له بیلابیلو برخو ترانسپورټي شرکتونه یاد ترمینال ته ولیږدوي.