د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ختیځ زون د لیني موټرو په هډه کې نظم رامنځته کیږي

16 قوس 1400

د کابل ښاروالۍ اړوند د نولسمې ناحیې مسئولانو په وروستیو کې، ګرانو هیوادوالو ته د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه وکولای شول چې د ختیځ زون د لیني موټرو لپاره په څرخي پله سیمه کې مشخصه سیمه وټاکي. په یاده سیمه کې د یو شمیر فرصت غوښتونکو او ناوړه ګټه اخیستونکو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات ونړول شول او د ښاري نظم او اسانتیاو رامنځته کولو د پلانونو لپاره برابره شوه. کابل ښاروالي ژمنتیا لري، څو له اړوند ادارو سره تر همغږۍ وروسته په یاده سیمه کې؛ د ختیځ زون د ترانسپورټي خدمتونو ترمینال جوړ کړي، څو هیوادوال وکولای شي د خپلو سفرونو لپاره له هغه ګټه پورته کړي. د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ له لارښونې سره سم به د ښار له بیلابیلو برخو د یاد مسیر لیني موتر راټول او دغه هډې ته ولیږدول شي. اوس مهال د ښار له بیلابیلو برخو د کابل جلال آباد، کابل لغمان او کابل تورخم د لیني موټرو په تظمیم او لیږدولو د نولسمې ناحیې د مسئولانو له لوري کارونه روان دي، څو له یوه لوري عواید په غوره توګه راټول شي او له بل لوري د ختیځ زون د مسافرو لپاره آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې پخوا د ختیځ زون د موټرو هډه په ناقانونه توګه له خصوصي سکټور سره وه چې، د بې نظمیو او ناوړه ګټې اخیستنې سبب ګرځیدلې وه. له دې وروسته به په یاده سیمه کې له سرغړونو مخنیوی کیږي او له بل لوري به د ختیځ زون د مسافرو لپاره ډیر شمیر د سفر آسانتیاوې رامنځته شي.