الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د غوره کنټرول پر بنسټ ودانیزې سرغړونې کمې شوې دي

18 قوس 1400

د کابل ښاروالۍ د ودانیو د کنټرول ریاست د خپلو غوره څارنو په لړ کې نن په اوومه ناحیه کې د یوې ناقانونه ودانۍ له جوړیدو مخنیوی وکړ. د ناقانونه ودانیو د نړولو او له هغه څخه د مخنیوي په موخه څارنې روانې دي او په بیلابیلو ناحیو کې د ډیر شمیر ناقانونه ودانیو له جوړیدو مخنیوی شوی دی چې د همدې څارنو پر بنسټ په ودانیزو سرغړونو کې کموالی راغلی دی. دا لړۍ به په ټولو ناحیو کې روانه وي او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. په وروستیو څو کلونو کې په کابل کې ښار کې د ناقانونه ودنیو د جوړلو له امله ښاري نظم زیانمن شوی وو او ښاري اصول پکې تر پښو لاندې شوي وو، چې له امله یې په ښاري نظم او په ټولنیز ژوند کې ډیر شمیر ستونزې رامنځته شوې دي.