د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د کابل ښاروالۍ له عوایدو څارنه وشوه او ښاري نظم وڅارل شو

21 قوس 1400

 د نولسمې ناحیې مسئولانو د لیندۍ میاشتې په ۲۰ نېټه د کابل- جلال اباد په سړک د بیلابیلو صنفونو له فعالیتونو او د عوایدو له څرنګوالي څارنه وکړه. هټیوالو چې صنفي جواز یې نه درلود، صنفي جوازونه ورکړل شول او د یو شمیر سرغړونکو فعالیتونه بند شول. دغه راز یو شمیر خنډونه چې د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدلي وو پاک شول او هغه فعالیت کوونکو ته چې سرغړونه یې درلوده، جدي سپارښتنه وشوه څو د کابل ښاروالۍ ښاري او صنفي اصول په پام کې ونیسي. د کابل ښاروالۍ عواید د یادې لویې خدماتي ادارې د چلښت لویه سرچینه ده، ټول حکمي او حقیقي اشخاص یې باید په ورکړه کې ناغیړي ونه کړي او له بل لوري د خپل ژوندانه په شاوخوا سیمه کې باید ښاري اصول په جدي توګه په پام کې ونیسي.